د سولې د کمیټی اساسنامه
عنوانونه
هـ) د افغانستان د سولې کمیټی د اداری طرز او تشکیلات.. 5
iii. مدیره هیئت (Executive Board) 7
- د مالی امورو مسوول 8
- عامل مــــدیــــر: (Chief Executive Officer) 9
- کاری او مشورتی ګروپونه (Working Groups): 9
vii. افتـــــخـــاری غــــــړي (Honorary Members) 10
و) د سولی د کمیټی نمایندګې. 10
ز) د اعتبار نیټه، د اساسنامي تعدیل، او د سولی د کمیټی د کار ختم 10
بسم الله الرحمن الرحيم
د سولې د کمیټی اساسنامه
الف) آرمانونه
د افغانستان د ارضی تمامیت او استقلال څخه دفاع ، د ملی یوالی او خلکو سالارئ ټینګښت ، بشری کرامت ته احترام ، د سولې اوعدالت تامین ، د خلکو د حقه حقوقو د تر لاسه کولو په لاره کی مدنی مبارزه ، د هر ډول فساد او قانون ماتوونی سره مجادله.
ب) اهداف
- په لاندی مواردوکی هراړخیزه او دوام داره کوښښونه :
- د تلپاتی سولې برقرارۍ، د یو ټول شموله نظام تشکیل ، آزاد او د تقلب څخه پاک انتخابات، په ټول افغانستان کی د قانون د حاکمیت تامین .
- مذاکری او مفاهمې ته د افغانستان د خلکو او سیاسی کړیوتشویق او ترغیب ، یوبل ته درناوی او منل ، د تاو تریخوالی څخه پرهیز، تحمل او متقابله بښنه.
- د مدنی تعلیم او تربیی پراختیا، د افغانستان د ټولو خلکو د پاره د مدنی، دینی او طبعی علومو برابرول.
- په افغانستان کی د بشر د حقوقو څخه دفاع ، خاصتاً د مشومانو او د ښخو د حقوقو څخه.
- د افغانستان خلکو ته د بشری اواقتصادی مرستو راجلبول.
ج) حقوقې بڼه
د افغانستان د سولې کمیټه یو ناپیلی او قانونې بنیاد دی چې د امریکا په متحده ایالاتو کی د قانون سره سم د یو ټولنیز او غیر انتفاعی بنیاد په حیث ثبت شوی دی. د دغه بنیاد د فعالیتونو سره د مینه والو اشخاصو او سازمانونو مادی او غیر مادی مرستی د امریکا د قوانینو سره سم په فدرالی سطحه کی د مالیاتو څخه معاف دی.
د) غــــړیـــتوب
- په بهر او داخل کی ټول افغانې موسسات او اشخاص، د نورو هیوادونو حکمي او حقیقی اشخاص چې د دی کمیټی د اساسنامې او مرامنامې موادو ته خپله ژمنتیا اعلام او د خپل کلنی غریتوب پیسی تحویل کړی، کولای شی د سولی د کمیتی غړیتوب تر لاسه کړی.
- د سولې کمیټه ، په دی کمیټه کښی د غړیتوب اخستل تشویقوي، په بهر او د افغانستان په دننه کی ټولو افغانانو ته بلنه ورکوي چې د دی کمیټی سره په یوځای کیدو د افغانستان د خلکو په مقابل کۍ خپله ملی او اخلاقی وظیفه ایفا کړی او د سولی په راتلو کی د خلکو د هوساینی په خاطر مرسته وکړی
- د سولی کمیټه یو مستقل، ناپیلي ، ټول شموله او د خلکو یو بنیاد دی چې د افغانستان د ټولو خلکو ، اقشارو، او بنیادونو غړیتوب بی له کوم تبعیض او توپیرهرکلې وایی .
- په کمیټه کی د غړیتوب مینه وال خپل غوښتن لیک او کلنی حق العضویت د سولی کمیټې رسمی آدرس ته استوی. دا غوښتن لیک د سولی کمیټی د مدیره هیئت له خوا مطالعه او غوښتونکي ته د قبلیدو او یا رد کیدو رسمې خبر ورکوی
- د سولی کمیټې نوی غړی وروسته له دوه کالو غړیتوب او د کلنی حق العضویت د ورکولو وروسته کولای شی مدیره هیئت ته کاندید شی.
- د سولی په کمیټه کی غړیتوب او د غړیتوب ترکوول کاملا اختیاری او د دغه اساسنامې د مندرجو اوصولو تابع ده .
- د سولی په کمیټه کی د غړیتوب دوام د کمیټی د کلنی حق العضویت به ورکولو او د دغه کمیټی اساسی/اخلاقی اصولوته په ژمنتیا پوری تړلی ده
- هغه کسان چې د سولی د کمیټی غړیتوب تر لاسه کوی د دغه اساسنامې او مرامنامی مندرجو اصولو ته باید ژمن واوسی. هغه غړی چې د سولی کمیټی د مرامنامی او اساسنامی مندرج اصول د پښو لاندی کړی خپل غړیتوب د لاسه ورکوي .
- د سولی د کمیټی غړی اجازه نه لری چې خپلی شخصی، سیاسی، ډله ایزی مفکوری او جهان بینی په نورو غړو ومنی او یا هم داسی مفکوری او جهان بینی د سولی کمیټی له آدرس څخه تبلیغ کړی.
هـ) د افغانستان د سولې کمیټی د اداری طرز او تشکیلات
د افغانستان د سولی کمیټه یو آزاد ، ټول شموله، او د خلکو کمیټه ده چي د تل پاتی سولی، د یو عادل او ټول شموله حکومت د تشکیل، او د افغانستان د ټولنیزو او اقتصادی پراختیاوو په خاطرتشکیل شوی دی. د سولی د کمیټی ټول اجراآت، تصمیمونه او فعالیتونه د دغی کمیټی د اساسنامې او مرامنامې د مندرجو عملی لارښوونو، فکری اصولو، او د غړو د جمعی ارادی په بنیاد ولاړ دی . په اجراآتو کی د سهولت او د جمعی ارادې د دقیق تمثیل په منظور، د کار طریقه، تصمیمونه او د افغانستان د سولی کمیټی فعالیتونه په لاندی اداری تشکیل کی تحقق مومی:
- د سولی د کمیټی موسس
- عالی شورا
- مدیره هیئت
- د مالی امورو مسول
- اداری مدیر
- کاری کمیټې
- افتخاری غړی
i. د سولی د کمیټی موسس
د افغانستان د سولی کمیټی موسس ښاغلی ایام الدین ایام دی چې د سولی کمیټی د عمومي ناظرمقام لری. چې د جوړولود فکړی او نظری بنیادونه یې ایښودی دی، د هغه په تشکیل اوفعالولو کی یې کوټلي ګامونه پورته کړی، او کمیټه یې د متحده ایالاتو په قانونی مراجعو کی ثبت کړی ده. د سولی د کمیټی موسس د مدیره هیت دایمی غړی دی او وظیفه لری چې د سولی کمیټې د اجراتو ښه والی او سالمیت او د کمیټی د فعالیتو انطباق ددغه کمیټی د اساسنامې او مرامنامی د مندرجو موادو په بنیاد تامین او تضمینوی. د مړینی، جسمی علالت، او استعفی په صورت کی د سولی کمیټی عالی شورا د هغه یو نږدی همکار د عمومې ناظر په توګه د کمیټی د کارونود ښی پرمختیا په خاطر د مشابهو صلاحیتونو سره انتخابوی. د کمیټی د تصامیمواو عملی اقداماتو حقوقې مسولیت د مدیره هیئت به غاړه دی. د کمیټی موسس صلاحیت لری چې د نه فعالیت او یا د دغه اسنامی او مرامنامې د مندرجو اصولوڅخه د عدول به صورت کی د عالی شورا د اکثریت سره د مشوری نه وروسته کمیټه منحل کړی او یا کومي بلی مشابه ټولنیزسازمان کې یی مدغم کړیږ
ii. عالی شورا
د سولي د کمیټی عالی شورا د تصمیم نیولو د عا لی مرجع په حیث خپل اجراآت تر سره کوی.
- عالی شورا د ټولوهغه حکمې او حقیقی اشخاصو څخه تشکیل شوی ده چې د کمیټۍ غړیتوب یې منلی، د کمیټی عملی او فکری لارښودونو مراعت او د کمیټی د اهدافو په پرمختګ کي مرستی کوي.
- عالی شورا د هر مالی کال په آخره کښی ( د مارچ شلمه نیټه) په حضوری او یا د الکترونیکی وسایلو( انترنت) په استفادی سره عمومي غونډه کوي د کمیټۍ د تصامیمو، فعالیتونو، او مصارفو په باب بحث او په تصویب یې رسوی. د سولی د کمیټی په لومړیو وختو کی عالی شورا کولای شی د ابتدایی امورو په خاطر میاشتنې غونډی جوړی کړی.
- د عالی شورا د جلسی ریاست د کمیټی رئیس په غاړه لری مګر دا چی هغه دا وظیفه د مدیره هیئت بل غړی ته وسپاری. د سولی د کمیټی اوږد مهاله پلانونه او ستراتیژی د عالی شورا له خوا تحلیل، تجزیه او د رایو په اکثریت سره تصویب کیږی.
- د کمیټی نوی غړی چه د کال په جریان کی یې د ټولنی غړیتوب تر لاسه کړی وی عالی شورا ته په هرکلي سره معرفی کیږی.
- د کمیټی د غړو حق العضویت د مدیره هیئت په وړاندیز د عالی شورا له خوا تعیین او یا تعدیل، او د مدیره هیئت لخوا تطبیق کیږی.
- د عالی شورا فوق العاده جلسی د ضرورت په وخت کی او یا د کمیتی د غړیو ( ۵۰٪ جمع ۱) د تحریری غوښتن لیک په اساس د مدیره هیئت له خوا دایریږی. د فوق العاده جلسی تقاضا باید د تقاضا له نیټی څخه نیولی د یوی میاشتی څخه په کمه موده کی دایره شی. د عالی شورا تصمیم نیونی او تصویب نصاب د عالی شورا د ټولوغړو ۶۰٪ حضور ضروری دی.
- د عالی شورا ۶۰٪ حضوری اکثریت کولای شی د شورا اساسنامه او مرامنامه تعدیل کړی، د کمیټی نوم بدل کړی، او یا کمیټه د کمیټی د عمومی ناظر په موافقی سره منحل کړی.
iii. مدیره هیئت (Executive Board)
- د سولی د کميتی مدیره هیئت یو اجرایی سیاستګزاره ارګان دی چې د کمیټی د اهدافو او آرمانونو پربنا لازم سیاسی تصامیم نیسی او عملی کوی یې .
- د سولی د کمیټی د تشکیل په دوران کی د عامل هیئت غړی د کمیټی د موسس له خوا انتخابیږی او د کمیټی موسس رئیس صلاحیت لری چې د پراختیایی ضرورتو پر بنا د مدیره هيئت د غړو شمیر زیات کړی.
- د دغه اساسنامې د تصویب له نیټی (۲۹ مي ۲۰۲۲ کال) څخه یو کال وروسته د مدیره هیئت نوی غړی د عالی شورا له خوا انتخابیږی.
- د مدیره هیئت غړی د موسس (دایمی غړی) رئیس، د مالی امورو مسول، او انتخابی غړي څخه تشکیل شوی دي.
- د مدیره هیئت ټول تصامیم او کړنی د دغه اساسنامی او مرامنامي د مندرجو اصولو پر بنا د غړو په ساده اکثریت سره نیول کیږی
- مدیره هیئت عالی شورا ته مسول او ځواب ورکوونکی دی. د کاری پلانونو جوړول، سالمه رهبری، د کمیټی د اجرایی امورو او نویو غړو د قبلیدو مسولیت په غاړه لری.
- د مدیره هیئت انتخابی غړی هر دوه کاله د عالی شورا له خوا د آزادو او پټو رایو په وسیله په حضوری او یا مجازی ډول د دوو کالو د پاره انتخابیږی.
- مدیره هیئت د انتخاب څخه لس (۱۰) ورځی وروسته خپل رئیس او د مالی چارو مسول خپل له منځه انتخاب او اعلاموی. په داسی حال کي چی د مدیره هیئت غړی ونشی کولای په ټاکل شوی موده کی د مدیره هیئت رئیس او مالی چارو مسول انتخاب کړی، عالی شورا دوباره جلسه جوړوی او نوی مدیره هیئت انتخابوی.
- د مدیره هیئت رئیس د ټولو بهرنیو مراجعو په مقابل کي د سولی د کمیټی نماینده ګي په غاړه لری. د مدیره هیئت رئیس د ضرورت په وخت کي کولای شی د بهرنی نمایندګی وظیفه د مدیره هیئت کوم غړی او یا د مدیره هیّت نورو غړو ته وسپاری.
- مدیره هیئت صلاحیت لری چې د کمیټی د یوه غړی غړیتوب د تخطۍ او خلاف رفتارۍ په صورت کی د دغه اساسنامی او مرامنامې د مندرجو اصول په اساس لغوه کړی
- مدیره هیئت په عادی توګه هره میاشت یو ځل جلسه جوړوی او د عامل مدیر اجرات ارزوی او تصویبوی یې او د راتلونکی میاشتی کاری هدایات ورته وړاندی کوی. د مدیره هیئت د جلسو ریاست د مدیره هیئت د رئیس په غاړه ده. رئیس کولای شی د صحی معاذیرو، سفر، او یا شخصی مصروفیتونو په وجه د جلسی ریاست په موقته توګه بل غړی ته تفویض کړی. د مدیره هیئت رئیس کولای شی د ضرورت په وخت کي د مدیره هیئت او عالی شورا فوق العاده غوندې دایری کړی .
- مدیره هیئت په افتخاری ډول خپل وظایف تر سره کوی او د هیڅ ډول معاش، امتیاز او یا حق الزحمی حق نه لری. د مدیره هیئت په مجالسو کی ارایه شوی معلومات د سولی د کمیټی ملکیت ګڼل کیږی. د مدیره هیئت هیڅ غړی اجازه نه لری چې د دغه معلوماتو څخه د ځان په گټه مادی یا غیر مادی استفاده وکړی. رئیس او یا د مدیره هیئت غړی او یا د هغوی د کورنیو غړی په هیڅ ډول اجازه نه لری چې د سولی د کمیټی د فعالیتونو او یا قراردادونو څخه شخصی ګټه واخلی.
- په داسی حال کی چې د مدیره هیئت غړی بدون له کوم معقول عذر څخه د مدیره هیت په دریوغونډو کی برخه وانخلی د مدیره هیئت رئیس وظیفه لری چې د دغه غړی غړیتوب تعلیق کړی او مدیره هیئت د دغه اقدام څخه مطلع کړی. مدیره هیئت کولای شی چه د ۵۰ جمع ۱ رایو په نتیجه کي د غایب غړی عضویت ساقط کړی.
- د مدیره هیئت د غړو د رسمی او وظیفوی سفرونو حد اقل مصارف د ضرورت او امکان په صورت کی د کمیټی له بودجې څخه ورکول کیږی .
iv. د مالی امورو مسوول
- د سولي د کمیټی مالې امورو مسوول د مدیره هیئت غړی او د مدیره هیئت د داخلی انتخاباتو په وسیله د دوو کالو د پاره انتخابیږی.
- بانکی حساب او مالی امور د سولی کمیټې د مالی امورو د مسوول له خوا تنظیم او ترتیب کیږی.
- د سولی کمیټی مالی امورو مسوول لاندی وظایف لری:
- په مصارفو دقیق نظارت او د کمیټی د عوایدو منظم ثبت. د کمیټی ټول مصارف او عواید د کتبی او بانکی رسیداتو له مخی په حساب داری سیستم کی ثبت او راپور ورکوول کیږی.
- هره میاشت مدیره هیئت ته مالی راپور ورکول.
- د کمیټی د کالنی حساب بیلانس ترتیب د یوی مستقلی حسابداری موسسی له خوا.
- د امریکا فدرالی او ایالتی مالیاتی ادارو ته دقیق او صحیح راپور لیږل.
- عالی شورا ته کلنی مالی راپور ورکوول.
- د عالی شورا څخه د کالنی مالی راپور په اړه تصدیق او تصویب ترلاسه کوول.
- د سولی د کمیټی عواید او مصارف د لاندی اصولو تابع دی:
- د سولی د کمیټی عواید د کمیټی د غړو د حق العضویت او د کمیټی د مینه والو د اعانو څخه لاس ته راځی.
- د سولی د کمیټی عواید صرفاً د کمیټی په سوله غووښتنو اهدافو په لار کی استعمالیږی؛ او هیڅوک پری د شخصی مصرف او یا تصرف حق نلری.
- د سولی د کمیټی بانکی چکونه تر (۱۰۰۰) ډالرو پوری د مالی امورو مسئول او یا رئیس امضا کولی شی
- مصارف د (۵۰۰۰) ډالرو پوری د مدیره هیئت د رئیس په واسطه امضا کیږی او د مدیره هیئت په میاشتنیو غونډو کي اعضاوو ته خبر ورکوول او تصویب کیږی.
- د (۵۰۰۰) څخه پورته مصارف د مدیره هیئت د غړو د اکثریت موافقی ته ضرورت لری.
- د سولی د کمیټی د مالی چارو مشر د مدیره هیئت د نورو غړو د موافقی او مشوری مطابق د ټولنی د مالیاتو تحویلوول په غاړه لری.
- د کمیټی مالی مسئول او د مدیره هیئت نور ټول غړی د مالی سلامتئ او د کمیټی د شتمنیو د سلامتی مسئولیت په غاړه لری.
- مالی مسئول د ټولو هغه مصارفو په بیرته تحویلوولو مکلف دی چې د رئیس او مدیره هیئت د تصویب پرته مصرف شوی وی.
v. عامل مــــدیــــر: (Chief Executive Officer)
- د سولی د کمیټی عامل مدیر مسلکی شخص دی چې د اداری امورو تدویر، مکتوبونه، د مسلکی ارتباطاتو ساتنه او دوام ، د اعانو د راټولولو مجالس، په رسنیو کي برخه اخستل او د کمیټی لابی ګرې یې پاغاړه ده.
- په داسی حال کي چې داسی شخص د کمیټی په غړو کښی موجود نه وی ، مدیره هیئت کولی شی یو مسلکی شخص دغه وظیفی ته و ګماري. د عامل مدیر معاش او نور امتیازات د مدیره هیئت د رئیس له خوا تعیین او د تصویب لپاره د مدیره هیئت غړو ته وړاندی کیږی.
- په هغه صورت کی چي د سولی کمیټه د عامل مدیر د استخدام د پاره کافی پیسی ونه لری ، د کمیټی یو بل غړی د مسلکی ضرورتونو په نظر کی نیولو سره په افتخاری توګه انتخابوی. د افتخاری عامل مدیر مصارف د مادی امکاناتو په صورت کی د کمیټی له بودیجی څخه تمویلیږی.
vi. کاری او مشورتی ګروپونه (Working Groups):
- د سولی د کمیټی کاری ګروپونه د دایمی غړو، افتخاری غړو، او د کمیټی څخه بهر مسلکی شخصیتونو څخه متشکله ده.
- مشورتي کاری کمیټی د اړتیا پربنا د سولی د کمیټی د فعالیتونو او کارونو د پراختیا په خاطر په انتسابی ډول ایجادیږی او د مدیره هیئت سره په مشوره ورځنی کارونه مخ ته وړي
- د سولی د کمیټی کاری او مشورتی کمیټې د کمیټو د رئیسانو او مرستیالانو په وسیله اداره کیږی او د لاندی کمیټو څخه عبارت دی.
- د سیاسی او بهرنیو اړیکو کمیټه
- د بشر د حقوقو څخه د دفاع کمیټه
- د مادی منابعو او اعانو د جلبولو کمیټه
- د ستراتیژیکو مطالعاتو، پلان جوړونې او د افغانستان د بیا رغوونې تحقق کمیټه.
- د خپرونو، معلوماتو، او تبلیغاتو کمیټه
- کاری کمیټې خپل اقدامات، برنامې، راپورونه، وړاندیزونه، او مسلکی مشورې مدیره هیئت ته په تحریری ډول سپاری.
vii. افتـــــخـــاری غــــــړي (Honorary Members)
- د سولی کمیټه د افغانستان څخه بهر په کمیټه کی د مینه والو او دوستانو ګډون ترغیب او تشویقوی او ټولو ته هر کلې وایې. د سولي کمیټی هغه افغانانو ته چې د کمیټی د اهدافو او فعالیتونو سره مینه او علاقه لری او عملا ورته کار کوي امـــا د حق العضویت د ورکولو توان نه لری افتخاری غړیتوب ورکوی.
- د سولی د کمیټی افتخاری غړی د حق العضویت له ورکولو اود کمیټی په ورځنیو فعالیتونو کي د ګډون مکلفیت نه لری.
- د سولی کمیټه هغه کسانو ته چی د بشر د حقوقو په دفاع ، د ښځو او ماشومانو حقوقوِ او د تل پاتي سولی احیا، او په افغانستان کښی د یوعادل او ټول شموله حکومت په لاره کي عملی او کوټلی ګامونه اخلی افتخاری غړیتوب ورکوي او په دی لاره کی د هغو د کړنوڅخه په مختلفو ډولونوتقدیر کوی. د سولی کمیټه د داسی شخصیتونو څخه په مختلفو ډولونو د مجالسو په جوړولو او هغوی ته د افغانستان د سولی جایزه ورکوی، په دی خاطر د سولی کمیټه دری وتلی افغانان او یا غیر افغانی شخصیتونه نوموی او انتخابوی.
و) د سولی د کمیټی نمایندګې
د سولی د کمیټی نمایندګی په افغانستان او نورو هیوادونو او ښارونو کی فعالیت کوی او خپل مربوطه امور د کمیټی د اساسنامې او مرامنامې مطابق اجرا کوي. د نمایندګیو پرانستل د غړو د علاقه مندی او مدیره هیئت په تصمیم پوری اړه لری. د سولی د کمیټی نمایندګې موظف دی چې د خپلو فعالیتونو، کړنو، او اعانو، عوایدو اومصارفو مکمل کلنی راپور د عالی شورا د خبرتیا او تصویب په منظور مدیره هیئت وسپاری. د سولی د کمیټی نمایندګې د مالی توانمندیو په صورت کی د کمیټی د مالی بنیاد د تقویی په خاطر د کمیټی د مرکز سره مرسته کوي. د نمایندګیو فعالیتونه ، قانونی مسولیتونه ، عواید او مصارفو مسولیتونه د محلی رهبری په غاړه دی. د نمایندګیو اجراآت او کړنی د هغه ځای د محلی غړو له خوا نظارت او ارزول کیږی. په مختلفو ممالکو او ښارونوکی د سولی د کمیټی د نمایندګیو غړی د عالی شورا غړی ګڼل کیږی. دا کسان د عالی شورا په فوق العاده مجلس کی برخه اخلی او د نظر او څرګندونو حق لری. د نماینده ګیو غړی، لکه د نورو غړو پشان، وروسته له دوو کالوغړیتوب څخه کولای شی د مدیره هیئت لپاره ځان کاندید کړی. لیروالی او واټن په داسی حال کی چي انترنتی او معلوماتی تکنالوژی ته لاس رسی ولری په مدیره هیئت او یا د کمیټی په نورو برخو کی د تصمیم نیونی مانع کیدی نشی
ز) د اعتبار نیټه، د اساسنامي تعدیل، او د سولی د کمیټی د کار ختم
- دا اساسنامه د مدیره هیئت له خوا په (۲۹ مي ۲۰۲۲ع) تصویب شوی او د اعتبار وړ ده.
- د سولې کمیټی د دغه اساسنامې مواد د زمان د غوښتنی، د افغانستان او نړی د متحولو حالاتو پر بنا د عالی شورا د شپیتو فیصدو اکثریت رایوپه موجودیت کی تعدیل کیدی شی.
- د اساسنامې د موادو د تعدیل وړاندیز د مدیره هیئت د کمیټی او یا د عالی شورا له خوا د تعدیل د پاره عالی شورا رایوته وړاندی کیږی. د تعدیل وړاندیز د عالی شورا په کلنی غونډه کی مطرح او د غړو د اکثریت ( ۵۰فیصده + ۱) رایو تصوبیږی.
- کله چې د سولی د کمیټی عمومي غونډی (۶۰فیصده غړی) د کمیټی د انحلال غوښتونکی شی، د کمیټی ټولی دارایی ګانی د افغانستان سری میاشتی اویا کوم بل مشابه سازمان ته انتقالیږی او کمیټه د خپلو حسابونو د تصفیی څخه وروسته د امریکا د متحده ایالاتو د قانون سره سم منحل کیږی.
سوله، د زړونو نیږدیوالی