Search
Close this search box.
Search
Close this search box.

د ملي محور غوښتنه: طالبان دې د دوحې هوکړې له مخې انتقالي حکومت ته غاړه کېږدي

۸صبح، کابل: «د افغانستان ملي محور» غورځنګ د طالبانو په ګډون پر ټولو خواوو غږ کړی، چې له روان ناورین څخه د وتلو په موخه دې تر یو چتر لاندې انتقالي حکومت جوړ کړي.

نوموړي غورځنګ یکشنبه د زمري پر ۲۳ له طالبانو غوښتي، چې دې غوښتنې ته دې مثبت ځواب ورکړي او د دوحې هوکړې له مخې دې د انتقالي حکومت جوړېدو ته غاړه کېږدي.

ملي محور لیکلي: «موږ باوري یو، چې د انتقالي حکومت جوړېدل د دوحې هوکړې یو بنسټ دی، دا د افغانانو باور زیاتوي او د ملي او نړیوال مشروعیت لامل کېږی او په هېواد کې به روان اقتصادي او ټولنیز ناورین قابو کړي.»

نوموړی غورځنګ باوري دی، چې انتقالي حکومت دې ته زمینه برابروي؛ تر څو د اساسي قانون د طرحې یا تعدیل لپاره یو باصلاحیت کمېسیون رامنځته او د نوي اساسي قانون د طرحې او د راتلونکي سیاسي نظام د ډول په اړه لویه جرګه جوړه کړي.

ملي محور غورځنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د هوکړې د یوه اړخ په توګه پایداره سولې ته د رسېدو او د افغانانو په مشرۍ او د دوحې تړون د پاتې برخو د عملي کېدو لپاره د یوې نړیوالې ناستې د جوړېدو لپاره مرسته وکړي.

په دې غوښتنه کې د سیمې له هېوادونو هم غوښتل شوي، چې په یوې واحدې ستراتیژۍ دې پایداره سولې ته د رسېدو لپاره له افغانانو سره مرسته وکړي.

نوموړي غورځنګ زیاته کړې: «موږ د هېواد په اوسني کړکېچ کې له ټولو ښکېلو خواوو سره په اړيکو کې د توازن ساتلو پاليسۍ تعقيبوو.»

ملي محور یادونه کړې، چې طالبانو د تېروتنو په تکرار سره افغانستان یوه بل ناورین ته ټېل وهلی او په پایله کې یې ځان، هېواد او خلک له بې ساري انزوا سره مخامخ کړي.

د انتقالي حکومت د رامنځته کېدو او د ټولګډونه سیاسي نظام پر جوړېدو دا خبرې داسې مهال راپورته کېږي، چې په دې وروستیو کې بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی؛ خو طالبان بیا وايي، حکومت یې ټولشموله دی.

 

منبع: 8 صبح

“د افغانستان ملي محور” د اعلامیې د بشپړ متن لوستلو لپاره، دلته کلیک وکړئ.