Search
Close this search box.
Search
Close this search box.

د سولی حقیقی معنی

هرکله چې انسان د سولي کلمه ولولی، ووینی، واوري ، او یا ورباندی فکر وکړی په عاجل صورت د انسان په ذهن کښی د یوی ایدیالی ټولنی تصویر جوړیږی چې هلته جنګ نشته، د مینی او محبت نه ډکه ټولنه ده چې انسانی حقوق په کښی د قانون په قوی موجودیت سره تامین شوی او وګړي یې یو د بل سره د ټولو تفاوتونو په موجودیت کښی په متقابل احترام د انسانی روابطو په پاللوسره ژوندون لری او یوه متمدنه انسانی ټولنه یې جوړه کړی ده. خو نن ټوله نړی د دی سوال سره مخ  ده چې دا رنګه ټولنه او ښاغلی ملت څنګه جوړ کړی او ویې ساتی؟

سوله د جګړی تاوتریخوالی د نه موجودیت مفهوم رسوی چې په یونانی ژبه کښی ورته (ایرنی) وایې : خو د هر دین، مذهب او سیاسی مفکورو او مکتبونو پیروان ورته ځانګړی تعبیرات لری خو په عمومی ټوګه سوله د عدالت، آزادۍ، مساوات او برابرۍ معنی افاده کوي. دا پورتني څلورمفاهیم هریویې په خپل ذات کښی جلا بحثونه دی چې زمونږ د دی موضوع مبحث نه دی خو په حقیقت کښی سوله د انسانی غوښتنو او لویو ارزوګانو څخه ده او معقول ملتونه هره یوه کوچنی او لویه سوله د جګړی نه ښه او د هر ډول عدالت څخه یې بهتره ګڼی. یوه ډیره غیرعادلانه سوله د هر ډول عادلانه جګړی نه بهتره او با ارزښته ده. خو ایا د جګړی بندیدل او نشتوالی سوله ده ؟ ایا د انسانی کرامت تحقیراو توهین خو د جګړی نشتوالی سوله ده ؟ ایا د جګړی نشتوالی خو بشری حقوق تر پښو لاندی کوول سوله ده؟ ایا د جګړی نشتوالی خو د علم او معارف سره دښمنی او د ځوان نسل د تعلیم او معرفت مخه نیول سوله ده؟ ایا د جګړی نشتوالي خو د کینی او نفرت موجودیت سوله ده؟ نه !! د سولی ضد جګړه ګڼل کیږی خو د جګړی نشتوالی حقیقی سوله نه راولی بلکی یوازی د جګړی بندیدل دی. ((جګړه به نه وي خو سوله به هم نه وي. رخ)) نو ځکه ورته د سولی دراوړلو لومړنی جز وایو. یوه ورځ زما ښاغلی دوست او ورور ایام الدین ایام په یو تیلفونی بحث کښی را ته وویل : ((مونږ هغه وخت واقعی سولی ته رسیدی شو چې جګړه نه وی خو انسانان یو د بل نه ونه ډار شی ، آزادی، د هر چا انسانی حقوق ژوندی اوخوندی وی. یو دبل سره داسی ژوند ولرو چې یو بل قبول کړو، خپل ویاړونه شریک وګڼو او ملی ګټی او مفاخرموسره ګډ وی)) دا دسولی یو ښه افغانی تعریف ګڼل کیدی شی، چې د سولی د کمیټی لوړ او عالی هدف تعینوی. مونږ د سولی د کميټی غړی د داسی یوی سولی د راوستو په هڅه کښی یو چې نشتوالی یې په څرګنده توګه محسوس او ضرورت یې د هرډول ترقئ او پرمختګ د پاره روښانه دی. خو دومره لوی ارمان او دومره ستر دروند بار اوچتول د ټولو خلکو پرګنو، فعالینو، او د سولی د ټینګښت د هیله کوونکوو وظیفه ده. نو زمونږ سره په ملګرتیا په دا اوږد مزل لنډ او دا دروند بار به په اسانې سره اوچت کړو.