Search
Close this search box.
Search
Close this search box.

د افغانستان د بهرني سیاست اساسی اصول (د سولې د کمیټې وړاندی شوی طرحه)

لومړنې خبري

د افغانستان د بهرنې سیاست نظری اساسات د داسی اصولو درلودونکی ده چې د بهرنیو مراوداتو د تدویر، د نړی د ممالکو او نړیوالو سازمانو سره د روابطو د دوامدارمدیریت، د افغانستان د استقلال او ارضی تمامیت د ساتنې، د سولې او دایمې ثبات د تامین په برخه کښی مرسته، په نړی او سیمه کښی د افغانستان د خلکو د مقام او حقوقو څخه دفاع، د امنیت د تامین، اقتصادی او ټولنیزی پراختیا په لاره کښی مرسته، د متعارفی دیپلوماسئ د وسایلو څخه په استفادې سره په سوله ایزه توګه (د ترغیب، خبرو اترو، قراردادونو، او د بین المللي حقوقو پربنیاد) طرح او تطبیق کیږی. د افغانستان د بهرنې سیاست بنسټیز اصول د هیواد د بین المللې اړیکو دینامیزم د لاندی کلیدی اهدافو په لاره سوقوی:

۱)  د بهرنیو سیاسی او نظامی قوتونو سره نه تړون

۲)  د آزادې ملي ارادی ساتنه او څرګندول

۳)  عدم انسلاک (په نړیوالو او سیمه ایزو نظامی تړونونوکی د عضویت څخه ډډه)

۴)  په نړي، سیمی او داخل کی د سولی د تقویت په خاطر دوامداره ا وپه سیستماتیکه توګه کوښښونه

۵) په نړیواله سطحه د افغانستان د خلکو د حقوقو، ګټو، پرستیژ او حیثیت څخه دفاع

۶)  په نړیواله سطحه د افغانستان د خلکو د آرزوګانو، فرهنګ او ملی ارزښتونو څخه صادقانه او دقیقه استازی توب .

پورتني شپږ هدفونه د تاریخی او جیوپولیتکی حقایقو په رڼا، ا و په افغانستان کی د سولی او دایمی ثبات د څرګند ضرورت پر بنیاد تشخیص او فرملبندی شوی دی.

د افغانستان د بهرنی سیاست اصول، د لسو اساسی اصولو په چوکاټ کی د هیواد د دیپلوماتیکی دستګاه ( دبهرنیوچارو وزارت، سفارتونو، په بین المللی سازمانونو کی د هیواد دنماینده ګیو،) له خوا په عمل کی پیاده کیږی چې د اجراییه قوا د ریس او د هیواد د بین المللی روابطود تقنینیه کمسیون په مقابل کي ځواب ورکوونکی دی.

د افغانستان د بهرنی سیاست لس ګونی اصول، د افغانستان د ملی ګټو سره هم غږي، بین المللی غوښتنو سره برابر، راتلونکی په نظر کی لری، چې په مجموع کی د هیواد د بهرنی سیاست دساتیراحیا او د دوامداری سولی او تل پاتی اقتصادی پراختیاوي څرګندوي. دا اساسي اصول د هیواد د ستراتیژیک موقعیت ته په کتلو، په سیمه او نړی کی د افغانستان تعهدات، د عصر غوښتنی او اړتیاوی، د ملی توانمندیو، موثرو وسایلو ته د لاس رسی د امکاناتو په نظرکی نیولو، سره اجرا کیږی.

د افغانستان د بهرنی سیاست اصول په حقیقت کی هغه کاری او مشخص کلی اصول دی چې په سیمه او نړی کی د هیواد د عمومې روابطو یو کلی چوکاټ تعینوی. دا عمومی چوکاټ د یو زیربنایی عنصر او کلی مرستندویه وسیلی په حیث، د هدفونو، سیاسی، اقتصادی، تولنیزو، فرهنګی او د افغانستان د امنیت لاس ته راوړو په برخه کی د هغه د بهرنیو ابعادو په رڼا کی، د هیواد د دیپلوماتیکوامکاناتو اوموثرو توانمندیو څخه په استفادی تطبیق او د ګټی اخیستنی وړ ګرزی .

د افغانستان د بهرني سیاست کړنلاره د هیواد د سیاسی تاریخ ، ارزښتونو، آرزوګانو ، جغرافیایی واقعیتونو، او د هیواد اوسنی اقتصادی حالت په نظر کی نیولو سره، د لاندی دریوو اساسی او عمده هدفونو د لاس ته راوړو په خاطر طرح شوی ده :

۱)  په نړیواله سطحه د ملی ګټو ساتنه

۲)  په افغانستان کي د دایمی امنیت، سولی او ثبات تامین

۳) د افغانستان د اقتصادی، فرهنګی، تولنیزاو تل پاتی انکشاف په خاطر د نړی د هیوادونو او بین المللی سازمانو د مرستو جلب

تـمهیـــــد

– د اسلام د مقدس دین د ارزښتونو، بډای فرهنګ، بشری تنوع ، د هیواد ملی مصالح او ګټو پر بنا

– د افغانستان او نورو هیوادونو ترمنځ د سوله ایز، متعادل، فعال، مثمراو نیکو اړیکو ایجادول او ساتنه

ـ د افغانستان د ملی ګټو څخه دفاع، د هیواد پراختیایی لاس ته راوړنو ساتنه، د افغانستان، سیمی، او نړی په سطحه دینی ارزښتونو او د خلکو د بشری حقوقو ساتنه

ـ د ملی صیانت ساتنه او تقویه، د خود ارادیت تامین، د استقلال او ارضی تمامیت ساتنه، د ملی امنیت تحقق، او د هیواد پر ضد د بهرنیو خطراتو او تحریکاتو مخ نیوی

ـ د ملی مصالحې د ستر هدف د تحقق په خاطر، په هیواد، سیمه، او نړی کی د سولی او تل پاتی ثبات د تامین په لاره کی مرسته

ـ د نړی د هیوادونو، موثرو نړیوالو او منطقه ای سازمانونو سره  د افغانستان د هر اړخیزو سیاسی، فرهنګی،اقتصادی او دیپلوماتیکو روابطو ټینګښت او پراختیا

ـ د ملتونو تر منځ د متقابل احترام، مساوات، او نړیوال عدالت بر بنیاد د یوی عادلی نړیوالی جامعی د جوړیدو په لاره کی مرسته کوول

ـ په منطقه او نړی کی د افغانستان ځای او مقام، د حیثیت  لوړوالی، شهرت، او رول،

په سیاسی، اقتصادی، فرهنګی، دیپلوماسی، او حقوقی برخو کی د هیواد هر اړخیزه پرمختیا

ـ د اوسنیو او تیرو جیوپولیتیکی فرهنګی، امنیتی ، ټولنیز، اقتصادی، سیاسی، او دینی واقعیتونو په نظر کی نیولو سره

ـ د هیواد جغرافیایی موقعیت، تعهدونه، الزامات، په منطقه او بین المللی نظام کی د افغانستان مسّولیتونه په نظر کی نیول،

ـ په منطقوی، نړیوال، او ملی سطحه د قدر ت په ابزارو او منابعو کی د افغانستان برخمندی

– د ملګرو ملتونو د سازمان منشور ته پابندی، د بشر د حقوقو نړیواله اعلامیی، د ښخواو ماشومانو په مقابل کی د تاو تریخوالی د مخنیوی میثاق، د افغانستان اونړی د نوروهیوادونو ترمنځه د دوه اړخیزو څو اړخیزو معاهداتو ته ژمنه

ـ د بین المللی نظام جوړښت، ایجاباتو، او شرایطو ته پاملرنه

ـ  پرافغانستان باندی په راتلوونکو لسیزو کی د منطقی او نړی احتمالی بدلونونود ممکنه اثراتو څارنه

ـ د هیواد د ملی ګټو او معاصر سیاسی تاریخ سالم او آفاقی هراړخیزه درک

– په نړی او منطقه کی د سیاسي، اقتصادي،جیوپولیتیکو بدلونو سره همګامیدل

 د افغانستان دیپلوماتیکه اداره موظفه ده چی لاندی لس اصله د کلیدی ضوابطو په حیث په عمل کی اجرا او پلی کړی.

د افغانستان د بهرنې سیاست اساسي اصول

د افغانستان بهرنې سیاست پر لاندی لسو اصلو متکی ده چې د هیواد د تاریخی تجربو، د نړی او منطقی د نن ورځی د تقاضاو او غوښتنو څخه مشتقه شوی ده او په عمل کی پیاده کیږی. دا لس ګونې اصول د هیواد د بهرنې سیاست بنیاد جوړوي چې تر بلی کتنې او نوی نظر پوری د اجرا وړ ده.

الف: د افغانستان بهرنی سیاست د اسلام د مقدس دین ارزښتونو اوهدایاتو ته په احترام، او د هیواد د ملی ګټوساتنه او د نړی د تعریف شوی میثاقونو سره سم اجرا کیږی . د ملي حاکمیت د ساتنی، د افغانستان او د نړی د ممالک وتر منځه د دوه اړخیزو او څو اړخیزو نیک او حسنه روابطو د تحقق او ګټورو همکاریو د ایجاد په لاره کی  تطبیقیږی.

د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د یو اړخیزاوڅو اړخیزوحسنه اقتصادی روابطوتامین اوتقویه د هیواد دستراتیژیکی دیپلوماسۍ اساسی رکن تشکیلوی.

ب: د افغانستان بهـــرنی سیـــاست، د ناپیلتوب پراصل، د نورو هیوادو په چاروکي مداخله نه کوول، د نورو ملتونود خود ارادیت حق ته په درناوي، یواړخیزه او څو اړخیزه همکاری، ارزښتونو ته متقابل احترام، په نړی او منطقه کي سولې او مسالمت آمیزه ژوند ته ژمنه، د نړی سره بشری او فرهنګی روابطو پراخوالی، په نړیوالو تعاملاتو کی د عــدالت په رعــایت ولاړه ده. په بهــرنې سیاست کی د دغه اصل تعقیب د ګاونډیو او هم سرحدو هیوادونوسره په مراودواتو کی خاص عمق او مناسبت لری

ج: د افغانستان بهرنی سیاست د «مسالمت آمیزه ګډ ژوند» او «د ځان څخه د دفاع » پرحق ولاړه ده، په دی ډول چې افغانستان به هیڅکله د نړی او منطقې په سطحه د خپلوغوښتنو، د ملی ګټو په تامین او ساتنه کی د نوروهیوادونو په مقابل کی د زور او قهر څخه کار وا نخلی او نور هیوادونه به د نظامی او منفی تبلیغاتو د حملو لاندی ونه نیسی ، مګر دا چه خپله د نظامی تجاوزاو منفی تبلیغاتو سره مخ شی. افغانستان د مسالمت آمیزه ګډ ژوند او د تیري ضد اصل پر بنیاد، تر هغه وخته پوری چې د نظامې تیری لاندی نه وی راغلی پر بل هیواد تیری نه کوي او هیڅ یو هیواد او یا نړیوالی نظامي اتحادیی ته به اجازه ورنکړی چې زمونږ له خاوری او هوا څخه په بل هیواد نظامي تیری وشی .

د : د افغانستان اړیکی د ګاونډیواوهم سرحدو هیوادو سره د لاندی اصولو پر اساس اداره کیږی:

۱) مساوات او متقابل احترام. ۲) د ګانوډیو هیوادو په خاوره او استقلال ڼه تیری. ۳) د مذاکراتو او نړیوال حکمیت په وسیله د سرحدی معضلو او قضایاوو حل. ۴) د سیمی او ګاوندیوهیوادونو سره د اعتماد او ښه ګاونډیتوب په منځ ته راتلو کی دوامداره سعیی اوکوښښونه. ۵) د نورو ملکونو د خود ارادیت د حق رعایت . ۶) دوه ارخیزه او څو اړخیزه سیاسی، اقتصادی. فرهنګی، همکارۍ. ۷) په نړی او منطقه کی د امنیت د تامین په خاطرګډی هلی ځلی. ۸) د نورو هیوادونو په داخلی چارو کی نه مداخله. ۹) د نورو ممالکوملي حاکمیت او ارضی تمامیت ته احترام. ۱۰) د نړیوال حکمیت او مسالمت آمیزو روشونو په لاره د اوبو او نورو مشترکو منابعو په اړه د اختلافاتو دیپلوماتیک حل. ۱۱) د ګاونډیو هیوادو اتباعو او بهرنیومیلمنو د حقوقوساتنه او د امنیت تامین.

هـ : د افغانستان بهرنې سیاست د ملګرو ملتونو د سازمان په منشور، د معتبرو نړیوالو میثاقونو لکه د ۱۹۴۸ع کال د بشرد حقوقود اعلامیی، د ښځو او ماشومانوپه مقابل کی دتاوتریخوالی مخنیوی، په ټوله نړی کی د ملتونو د سیاسی، تولنیزو، او اقتصادی حقوقوڅخه پلوې باندی متکی دی. د نړی اوهیوادونو سره تولو تعهداتو ته ژمن دی او په هغو کي به د ټولوشاملو موادو په تطبیق کی دوامداره سعیی او کوښښ کوي.

 و : د افغـــانستان بهـــرنی سیـــاست د اتومې تکنالوژۍ اوعلومو څخه استفاده صرف د سوله ایزو مقاصدو د پاره مجاز بولی. زروی، بیولوژیکی، او کیمیاوی وسلی چې د جمعی وژنو وسیله ده او د افرادو د ضد ماینونو څخه د استفادی په کلکه مخالف دی. د افغانستان بهرنی سیاست د نړیوالی او سیمه ایزوهلوځلو څخه د عمومي خلع سلاح، خصوصا  د زروی خلع سلاح د ارمان د پوره کیدو په کلکه حمایت او پلوی کوی او خپل هیواد د هر ډول زروي، کیمیاوی، او بیولوژیکی وسلو څخه مبرا اعلانوی.

افغانستان د نورو هیوادو پر بنیادونو سایبری حملی او د مجازی فضا څخه د ملکونو په ضد د کاذبو اطلاعاتو خپرول په کلک غندی او محکومويږ

ز: د افغانستان بهرنی سیاست د تروریزم حمایت او تحمل، افراط ګرایی، د انسان قاچاق، او نور ضد بشری اعمال، چی هرځای، د هر چا او مرجعی له خوا چې وی تقبیح او ردوی. د افغانستان د اساسی قانون او نورو قوانینو د مندرجاتوسره سم د ټولو نړیوالواو سیمه ایزو قانونی مراجعو سره د هغه د خطراتو او اثراتو په له منځه وړلوکي په کلکه او جدی همکاری کوی.

ک: افغانستان د نورو ملکونو په حقوقو تیری، د نورو په داخلی چاروکی مداخله، د بشرد حقوقو څخه سرغړونه، د مخدره موادو تولید او قاچاق، د ښخو اوماشومانو جنسی استثمار د هغو ټولو اشکالو او ابعادو سره تقبیح او ردوی. افغانستان د ملتونوتر منځ د مساوات او  مسالمت آمیزه ژوند پر اصل باندی د خپل بهرنې سیاست د زیربنا په حیث په ټینګه ثابت قدمه دی.

ل : د افغانستان بهرنې سیاست د نړی ګرایی او جهانی کیدواصل د افغانستان د ملی ګټواوفرهنګی ارزښتونو په رڼا کی په خپلو پالیسیو کی روښانه کړی او د تمدونونو ترمنځه د صمیمیت د زیاتوالی، پراختیا، او تقویی په خاطرد مثبتو مناظرو د ایجاد د لارو په جوړووکی هڅي کوي

ن:  د افغانستان خارجی سیاست د سیمه ایزو او نړیوالو مشترکومعضلو او تحدیدونو سره لکه (د هوا ککړوالی، وچکالی، د ژوند د محیط خرابی) سره مبارزه د خپل عملی کار په سرکي ځای کړی او خپل رول په سیمی او نړی کی د سولی، بشری او محیطی ښه والی او پاکوالی د تامین په برخه کی ادا کوی. د دغه اصل د تحقق په خاطرهغه تعهدات او اقدامات او مبارزه چې ګاونډی هیوادونه، نړیوال سازمانونه ، او ممالک یی د تاو تریخوالی، د ژوند د محیط د خرابوالی، بی عدالتی، امراضو، فقر، قومي ، ژبنی، او دینی تعصباتو په مقابل کی کوی ملاتړاو پلوی یې کوی.

 

پای